IQNA

 د سیستان‌وبلوچستان د قرآن قاري د قطر نړیوالو سیالیو ته لار وموندله

14:07 - January 06, 2026
د خبر لمبر: 3492274
ایکنا – د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د زاهدان ولسوالۍ د قرآني ټولنې مشر وویل: د سیستان‌وبلوچستان ولایت ممتاز او خوش‌غږی قاري، رضا صفدري،د ستاینې وړ تحقیقي تلاوت په وړاندې کولو سره، د لومړي ځل لپاره د قطر د قرآن د قرائت نړیوالو سیالیو ته لار وموندله او د دې اسلامي هېواد پلازمېنې دوحې ته روان شو.

ه سیستان‌وبلوچستان څخه د ایکنا د راپور له مخې ، د دې ولایت ممتاز قاري، رضا صفدري، د تحقیقي تلاوت په وړاندې کولو وتوانېد چې د لومړي ځل لپاره د قطر د قرآن د قرائت نړیوالو سیالیو ته لاره ومومي او د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.

دا نړیوال قاري د سیستان‌وبلوچستان په خپل کاري مخینې کې د زده‌کوونکو د قرآني سیالیو لومړی مقام، د اسلامي نړۍ د زده‌کوونکو د نړیوالو سیالیو په  ټاکنیز کيمپ ګډون، همدارنګه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په حضور کې تلاوت او د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټیلوېژن په بېلابېلو چینلونو کې قرائت لري.

د قطر د قرآن د قرائت د نړیوالو سیالیو مېلمانه له څه باندې درې زره قاریانو څخه، چې په مقدماتي پړاو کې یې ګډون کړی و، د قطر د اوقافو وزارت د تخنیکي مدیریت او قضاؤت  تر څار لاندې وټاکل شول. دا سیالۍ د روان کال د رجب المرجب میاشتې په نیمائۍ کې د یوې اوونۍ لپاره د اسلامي نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ممتازو قاریانو په ګډون ترسره کېږي. په دغو هېوادونو کې مصر، مراکش، اندونیزیا، د ایران اسلامي جمهوریت، ملایشیا، افغانستان، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، پاکستان، لیبیا، نایجیریا، فرانسه، روسیه، تاجکستان، آذربایجان او نور شامل دي. دا سیالۍ د قطر په پلازمېنې دوحه کې ترسره کېږي.

رضا صفدري، چې د سیستان‌وبلوچستان استازی او د قطر نړیوالو سیالیو ته لارموندونکی قاري دی، په دې اړه وویل: دا مهال د قرآن نړیوالې سیالۍ د قطر په دوحه ښار کې روانې دي. دا سیالۍ هر کال د مبارکې رجب میاشتې په دوهمه نیمايي کې ترسره کېږي. سږ کال هم د داورانو یا قاضیانو د پلاوي له خوا د مقدماتي پړاو څخه غوره کسان وټاکل شول.

دا مهال ټاکل شوي کسان د دې پړاؤ په سیالیو کې د ګډون لپاره د قطر په پلازمېنې دوحه کې شتون  لري. د دې سیالیو کچه ډېره لوړه ده او له بېلابېلو اسلامي هېوادونو لکه مصر، مراکش، ملایشیا، ایران او نورو څخه نامتو او خوش‌غږي قاریان پکې ګډون لري.

له ایران څخه هم ستر قاریان لکه مهدي غلام‌نژاد، سید مصطفی حسیني او نور ګډون لري. هیله ده چې وکولای شو په دې سیالیو کې د خپل ګران اسلامي هېواد ایران ښه استازولي وکړو.

https://sb.iqna.ir/fa/news/4326809

captcha